لومړۍ افغان ښځينه لوبغاړې د المپيک په ځغاستو کې گډون وکړ
روبينې
مقيميار د اگست په شلمه نېټه د المپيا په سل مېتره ځغاستو کې د افغانستان
استازيتوب وکړ چې دا کار د هېواد په تاريخ کې ساری نه لري.
هغه نه يوازې دا چې په دې سياليو کې يې گډون وکړ، بلکې په دې بريالۍ شوه چې له اتو لوبغاړو څخه اووم مقام خپل کړي.
هغې پرته له دې چې په دې سپورت کې کومه رسمي روزنه ولري په ځغاسته پيل کړی دی.
نوموړې د سماليايۍ مېرمن فرتون اکبر عمر څخه 0,15 ثانيې گړندۍ وځغلېده.
مقيميار د کابل په يو ښځينه ښوونځي کې انتخاب شوې وه.
د گړندۍ ځغاستې سره د علاقې په درلودلو سره يې ځان بلاخره د المپيک سيايو ته ورساوه.
هما، د کابل پوهنتون يوه محصله وايي:
زه په روبينه وياړم. هغې اووم مقام د المپيک په سياليو کې وگاټه.
هغه لومړۍ افغان ښځينه لوبغاړې ده چې په داسې سياليو کې گډون کوي.
زه د دولت څخه دا هيله لرم چې دوی دې هغه امکانات چې د نارينه لوبغاړو د پاره شته هم د ښځينه لوبغاړو لپاره برابر کړي.
ځغاسته
د افغانستان په المپيک تاريخ کې څه رسمي مقام نه لري او مينه وال يې اړ دي
چې په ښوونځيو، ميدانونو او نورو ځايونو کې تيارۍ ونيسي
Picture impressions from Athens:
The Olympic Stadium in Athens
Result:
| 1 |
Veronica Campbell (Jamaica)
|
11.17 seconds |
| ... |
... |
... |
|
7
|
Robina Muqimyar (Afghanistan)
|
14.14 seconds
|
| 8 |
Fartun Abukar Omar (Somalia)
|
14.29 seconds
|