NATIONAL OLYMPIC COMMITTEE
OF THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN

كميته ملى المپيك دولت اسلامى افغانستا ن

Dari
Pashto
English

Note:
For proper display of Pashto characters on this website make sure you have installed this Pashto font from below:

Get the Pashto Font!

داتن د ٢٠٠٤ کال په اولمپيکي لوبو کي د افغانستان ګډون


ګرانو هيوادوالو!

زموږ ګران هيواد او اصلي ټاټوبي افغانستان ته صلحه راستنه شوېده. دغه اوس زموږ دنده ده چي هغه ورانياني بېرته په مينه او صلحه آبادي کړو کومي چي د اوږدې جګړې، بې رحمۍ او تشدد نه په افغانستان کي منځ ته راغلي. د اوږدې جګړې له کبله ډېر افغاني وګړي او په خاصه توګه نارينه اوس منفي او پر تشدده فکرونه لري. دغه منفي فکرونه دسپورټ او لوبو په مرسته په ښه عاداتو او خويونو تبديلېدلای شي.

ما پخپله د يوې المانۍ پروژې " لوبي د تشدد پر ضد" نه دا زدکړه او تجربه تر لاسه کړېده چي لوبي او سپورټ د تشدد په مخنيوي کي ډېرښه رول لوبولای شي. هغه محارتونه او اخلاق کوم چي د لوبو په مرسته لاس ته راځي هغه لوبغاړي لدې منع کوي چي د نورو انسانانو سره سخته رويه اختيار کړي. نو پدې اساس د لوبو په مرسته ټوله منفي واک په مثبت واک بدليږي. د سپورټ په اعاده سره صلح هم اعاده کېدای شي.

که د اقتصادي پلوه دې ته غور وکړو نو د لوبو په مرسته موږ د پانګه اچونکو علاقمندي لاس ته راوړلای شو.د ١٩٩٦ مېلادي کال وروسته اوس يو ځل بيا افغاني لوبغاړي د ٢٠٠٤ مېلادي کال  د اتن په اولمپيکي لوبو کي ګډون کوي.

دغه لوبي به د نړۍ د ټولوخبري منابعولخوا خپريږي او بېلا بېل هيوادونو به په دغه لوبو کي په صلح آمېزه توګه ونډه واخلي. د افغاني لوبغاړو ډله به د افغانستان د بيرغونه په لاس کي لري او داګست په ١٣نېټه به په اولمپيکي پرانستغونډه کي ونډه اخلي. دغه انځورونه به د نړۍ د سلګونو تلويزوني سرچنو لخوا په ټوله نړۍ کي و سلګونو ملينو انسانانو ته وښودل شي.

په اولمپيک کي د افغانستان د سفير په حېث، زه ستاسو نه خواست کوم چي په افغانستان کي د صلحې او په اتن کي زموږ د هغو لوبغاړو چي دافغاني سپورټ د بيا راژوندي کولو دنده پر غاړه لري ښه حمايت وکړئ.

تاسو کولای سئ چي د اګست د ١٣ نېټي نه تر اګست د ٢٣ نېټي پوري په دغه انټرنټ پاڼه کي داولمپيک په هلکه نوي او تازه خبرونه او مطالب لاس ته راوړی. موږ به د اولمپيک د لمبې تر ګلېدلو پوري، لږ تر لږه هره دوهمه ورځ تاسو ته پر دغه پاڼه نوي خبرونه او مطالب وړاندي کوو.

فهيم يوسفزی

په اولمپيک کي د افغانستان سفير



(c) PAIWASTOON Networking Services Ltd. http://www.paiwastoon.com.af/

افغانی لوبغاری په آتنس کی

خوک دی هغه پنحه حوان اقغان لوبغاری چه د افغانستان حخه په آتنس کی استازی توب کوی؟
click here